د هند سفارت په تهران کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ایران د پراخو ناآرامیو او ناامنۍ له امله ژر هېواد پرېږدي.
امریکا، فرانسه، بریتانیا او څو نورو اروپایي هېوادونو هم خپلو اتباعو ته ورته خبرداری ورکړی دی او د وتلو سپارښتنه یې کړې ده.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، امریکا د اروپایي هېوادونو څخه غوښتي چې د ایران دننه احتمالي هدفونه شریک کړي، او امکان لري هغه چارواکي چې په مظاهرهچیانو د پرځونې او وژنې برخه لري، هم هدف وګرځوي.

