د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې څخه د طالبانو د ایستلو پریکړه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په وړاندې د دې ډلې د ښکاره سرغړونو په وړاندې یو اړین او مهم ځواب بللی دی.
ښاغلي فدایي په انګریزي ژبه په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال په افغانستان د طالبانو د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، دوی یې له ثانوي زده کړو، پوهنتونونو او د کار له بیلابیلو برخو منع کړي او د لسیزو پرمختګونه یې په شا تمبولي دي.
د تیر جمهوریت دغه پخواني چارواکي طالبان د ماشومانو د حقونو په نقضولو هم تورن کړي او لیکلي، چې ډیری ماشومان د اجباري کار، د کم عمره نجونو د ودونو، او زده کړې ته د نه لاسرسي له امله افغان ماشومان په سخت حالت کې دي.
د یادونې ده، چې تردې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خپل حکومت د نه ګډون په اړه نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د نړۍوالو دا کړنه یوازې اختلافاتو ته لمن وهل دي.

