د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي پاڼې پر ټولنیزې شبکې ایکس ایران ته په خطاب کې ویلي، که څه هم دا مهال د معترضانو پر وړاندې د حکومت تاوتریخوالی افشا کوي، خو هغه سیاسي بندیان یې نه دي هېر کړي چې د اوسنیو اعتراضونو تر پیل وړاندې نیول شوي وو.
په دغه پیغام کې راغلي:
«په داسې حال کې چې موږ ستاسو تاوتریخوالی د معترضانو پر وړاندې بربنډوو، فکر مه کوئ چې هغه سیاسي بندیان مو هېر کړي دي چې لا له دې اعتراضونو مخکې زنداني شوي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر بندي شویو کسانو نومونه هم یاد کړي، چې پکې نرګس محمدي، سپیده قلیان، جواد عليکردي، پوران ناظمي، رضا خندان، مجید توکلي، شریفه محمدي او حسین رونقي شامل دي.
وزارت ویلي چې د دغو کسانو دوامداره بندي کېدل لا هم یوه جدي اندېښنه ده، او ټینګار یې کړی چې ایران باید یاد کسان او ټول فکري او عقیدتي بندیان پرته له ځنډه خوشې کړي.

