په نوي ډیلي کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې له عمومي مسئول آنند پرکاش سره لیدنه کړې ده.
په هند کې د طالبانو حکومت د سفارت لهخوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د ویزو د اسانتیاوو، او په هند کې د مېشتو افغان سوداګرو، محصلینو او نورو افغان اتباعو پر ستونزو بحث شوی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت، د دوهاړخیزو همکاریو پر پراخولو او د دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

