جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستاناحمد مسعود:برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري د خلکو زړونو...

احمد مسعود:برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري د خلکو زړونو کې ځای لري

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وایي، چې د شهیدانو قبرونه تېږې او یا د خټو میداني نه ده چې ویجاړ شي.

احمد مسعود د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ړنګولو ته په غبرکون کې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري په څېر شخصیتونه به د خپلو ازادۍ او عدالت د مبارزې له امله د خلکو په زړونو کې ځای ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو د کابل ښار په لویدیځ کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د مقبرې څلورلارې ویجاړې کړې.

د طالبانو دغې کړنې د ګڼو سیاسیونو غبرګونونه را پارولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here