د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلې دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، هغه تبصرې چې د پاکستان د پوځ ویاند د یوه خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه کړې دي، له واقعیت سره سمون نه لري او د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره په ټکر کې دي.
نوموړي زیاته کړې، «اسلامي امارت» دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې نه مني او له پاکستاني ادارو غواړي چې د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پام وکړي.
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک، باثباته هېواد دی، پر خپلې خاورې بشپړ حاکمیت لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ګواښ ژبه د افغان ملت لپاره د منلو وړ نه ده.
هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مسؤلانه او سنجیده دریځ خپل کړي.

