په تېر جمهوري حکومت کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، چې په ایران او پاکستان کې د ملي سرود په وړاندې د طالب استازو نه درېدلو لپاره دا بهانه چې موسیقي اسلام کې حرامه ده، ډېره خندوونکې ده.
ښاغلي حلیمي ویلي، که چېرې د یوې لحظې لپاره د موسیقي په اړه ځیني روایتونه سم وګڼو، نو هماغو روایتونو کې هم د موسیقي د «اورېدو» خبره ده نه موسیقي ته د «ودرېدو» خبره.
نوموړي ویلي، چې ملا صاحبان دې ددین په یوه کمزورې کتاب او روایت کې دا را وښیي چې موسیقي ته درېدل حرام دي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې مولوي صیبانو تاسو تر اوسه په دې نه پوهېږئ چې موسیقي په غوږو اورېدل کېږې او که په پښو!؟ ته که ناست یې او که ولاړ، موسیقي خو اورې.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله د ایران له خلکو بښنه وغوښته.

