د جرمني د برلین ایالت محکمې یو ۴۵کلن افغان تبعه د خپلې مېرمنې د قصدي وژنې په تور په عمري بند محکوم کړ.
دغه پېښه د برلین د بریتز سیمې په اپارتمان کې شوې، چیرته چې تورن سړي خپله ۳۷ کلنه مېرمن د پخلنځي په چړه وهلې وه.
د جرمني د DPA خبري اژانس د راپور له مخې، تورن سړي خپله ښځه د هغه د غوښتنو نه منلو په خاطر په چړې وهلې وه.
د محکمې له خوا ویل شوي، چې د وژنې اصل لامل کورنی تاوتریخوالی و او قرباني یې هېڅ ناوړه کړنه نهدرلوده.
محکمې د تورن پر کړنو د قاطعې سزا ورکولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې د دې ډول کورني تاوتریخوالي قضیې په ټولنه کې جدي پیغام لري او هیڅ څوک د بل چا د ژوند د ختمولو حق نه لري.

