د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د موسمي وړاندوینو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر له میاشتې تر ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پورې په افغانستان کې اورښتونه تر عادي کچې ټیټ او تودوخه تر عادي کچې لوړه پاتې کېږي.
راپور زیاتوي چې د واورو ذخیره د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، چې دا وضعیت د پسرلي په موسم کې د اوبو لګولو، د غنمو او نورو کرنیزو حاصلاتو، او د څړځایونو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي.
دوی د افغانستان د کرنې او اوبو د مدیریت ادارو ته سپارښتنه کړې چې د اوبو سپما او د واورو ذخیره کولو تدابیر عملي کړي.
راپور ټینګار کوي چې د اقلیم بدلون او د تودوخې زیاتوالی د کرنې پر سکتور مستقیم اغیز لري، او که وضعیت کنټرول نه شي، د افغانستان د خوړو امنیت جدي خطر سره مخ کېږي.

