د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د محصلانو د اعتراضونو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران راتلونکی د دې هېواد د ځوانانو دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي پاڼې پر ټولنیزه شبکه اېکس لیکلي، د ایران په بېلابېلو پوهنتونونو کې محصلان خپل بنسټیز حقونه غواړي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه په دوامداره ډول له ګواښ او تاوتریخوالي څخه کار اخلي.
په اعلامیه کې ویل شوي، دغه محصلان د ایران د ټولنې له تر ټولو لوستو او بااستعداده کسانو څخه دي، خو د ایران د حکومت د ناکامو تګلارو او د خلکو اساسي حقونو ته د نه پاملرنې له امله، د یوه ښه او مناسب ژوند د جوړولو له فرصت څخه بېبرخې پاتې دي.

