د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند ویلي، د جلا وطنه حکومت له جوړېدو هغه وخت ملاتړ کوي، چې د ولسواکۍ اصول، د وګړو بنسټيز حقونه او ټولنیز عدالت پکې په پام کې نیول شوی وي.
د رحمت الله نبیل په مشرۍ یاد ګوند دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې دوستم په یوه انلاین غونډه کې د جلا وطنه حکومت د جوړېدو طرحه ورړاندې کړه.
د ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې هر مشروع او قانوني – سیاسي بدیل دې د ملي اجماع، ټولنیز عدالت او د وګړو اساسي حقونو د تضمین پر بنسټ رامنځته شي.
اعلامیه کې ټینګار شوی، چې که دا حکومت په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان استازولي کوي؛ نو دوی یې ملاتړي دي.

