سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستاند ازادۍ جبهه:کابل کې مو څلورو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ جبهه:کابل کې مو څلورو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې څلور تنو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې جبهې ویلي، د کابل ښار د میوند سړک ته څلویښت متره سړک په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالب سرتېرو په ګزمه برید وکړ.

دوی زیاته کړې چې په دغه برید کې دوه تنه طالب سرتېري یې وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here