چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛په پنجګور کې درې بانکونه لوټ شوي چې شپږ تنو ته مرګ...

بلوچستان؛په پنجګور کې درې بانکونه لوټ شوي چې شپږ تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې

د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کې پر درې خصوصي بانکونو برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، بریدکوونکو له بانکونو څخه شاوخوا ۱۵۵ میلیونه روپۍ لوټ کړي او له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس زیاتوي، د پېسو د انتقال پر مهال د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې یو پولیس او یو بل کس وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here