د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه طبي راپور ښيي چې هغه د عمر له پلوه په “استثنايي” روغتیا کې دی، او د زړه عمر یې د اصلي عمر په پرتله ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی.
د رویټرز د راپور له مخې، ۷۹ کلن ټرمپ د امریکا دوهم تر ټولو زوړ ولسمشر دی؛ خو د وروستیو معایناتو پایلې ښيي چې د هغه زړه، عصبي او فزیکي وضعیت ښه دی.
ټرمپ چې وزن یې ۱۰۲ کیلوګرامه او قد یې ۱۹۰ سانتيمتره ښودل شوی، د لوړ کولیسټرول د کنټرول ترڅنګ لا هم منظم ورزش کوي.
راپور زیاتوي، ټرمپ به د یکشنبې په ورځ منځني ختیځ ته سفر وکړي.

