یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د اصلي لویې لارې په ټول‌پلازه کې شوې، چې پکې وسلوالو د ګمرک مامورین په نښه کړي.

پولیس وایي، برید کوونکي د پاکستاني طالبانو له ډلې سره تړاو لري، او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او د برید کوونکو د نیولو لپاره لټون روان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here