د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې پر افغان پلازمېنه کابل د پاکستاني پوځ لهخوا هوايي برید شوی.
نوموړی دا برید د استعماري ځواکونو د پخوانۍ لوبې تسلسل بولي.
دی وایي، چې شل کاله د پاکستان او د هغوی د نیابتي افراطیانو له لارې د افغان وژنې جګړه توده ساتل شوې وه.
فضلي زیاتوي، اوس هم حاکمه ډله د استعمار په امر چوپه ده او یوازې وایي “خیر خیریت دی”.
د ده په وینا، د افغانستان د خلاصون لپاره د وطنپالو افغانانو یووالی اړین دی او باید افغاني وطنپالنه تکفیر نه، بلکې پیاوړې شي.

