د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د پاکستان د هوایي حملو کلک غندنه کړې او ویلي چې دا حملې غیرقانوني، تېری او زموږ پر ګران وطن واضح تجاوز دی.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو رژیم د افغانستان د کمزورتیا سبب شوی او دا وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو نه دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو رژیم باید نسکور شي ترڅو افغانان خپله ازادي او عزت ترلاسه کړي او په هېواد کې یو مقتدر پوځ جوړ شي چې د هر ډول بهرني تیری په مقابل کې ځواکمن ځواب ورکړي.
سادات د دې غوښتنې سره یو ځای پر نړیوالو او افغانانو غږ کړی چې د متحدې جبهې له لارې همغږي او یووالی پیاوړی کړي، څو د افغانستان امنیت او حاکمیت تضمین کړای شي.

