د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «تروت سوشل» کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د هوکړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بندیان به ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به تر «توافق شوي کرښې» شا ته لاړ شي.
ټرمپ دا اقدام د تلپاتې او پیاوړې سولې لومړنی ګام بللی او دا ورځ یې د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او متحده ایالاتو لپاره یوه لويه ورځ ګڼلې ده.
هغه همداراز د دې تاریخي موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د قطر، مصر او ترکیې د منځګړتوب ستاینه کړې ده.

