د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په دایکندي کې په هزاره هیوادوالو برید وحشیانه او د بشر ضد عمل ګڼلی.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د بې ګناه وګړو وژنه یو غیر اسلامي او تروریستي عمل دی.
نوموړي زیاته کړې چې دا جنایت په کلکو ټکو غندي او شهیدانو ته جنت الفردوس او د بخښنې مراتب وړاندې کوي.

