د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.
ښاغلي ستانکزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا بې رحمانه وژنه د بشریت ضد جنایت دی.
نوموړي ویلي، چې دغې پېښې عاملین باید د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
هغه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او دعا یې کړې چې خدای دې زموږ ولس له ظلم او استبداد څخه وژغوري.

