په ګلګت کې د اهل سنت والجماعت د ګلګت-بلتستان مشر مولانا قاضي نثار احمد او د هغه ساتونکی د ناڅرګندو وسلهوالو په برید کې ټپیان شوي دي.
برید د نگر کالونۍ په سیمه کې پر موټر شوی.
امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات روان دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.