د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس له لوري د ده د سولې د طرحې د ځینو برخو د منلو هرکلی کړی او له دې ډلې یې غوښتي چې ژر اقدام وکړي، ګنې هر څه به له منځه ولاړ شي.
ټرمپ پر خپله تروث سوشیال پاڼه لیکلي، چې د غزې د جګړې د پای لپاره باید ژر عمل وشي او له ټولو لورو سره به عادلانه چلند کېږي.
هغه له اسراییل مننه کړې چې د ده په غوښتنه یې د بمباریو موقتي درول منلي، څو د حماس له لوري د بندیانو خوشي کولو ته زمینه برابره شي.
حماس ویلي، چمتو دي چې ټول بندیان خوشي کړي، د وژل شویو جسدونه وسپاري او د سولې خبرو ته حاضر شي؛ خو د وسلو د تسلیمۍ په اړه یې لا څه نهدي ویلي.
له دې سره، نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره، د اسراییلو بریدونه پر غزه لا هم دوام لري او لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان پکې وژل شوي دي.