یوناما د طالبانو حکومت له لوري د نږدې دوه ورځو لپاره د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د بندېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، د دغه اقدام هېڅ دلیل نه دی وړاندې شوی؛ خو دا کار د خلکو پر ورځني ژوند، اقتصاد، د ښځو او نجونو پر وضعیت، د بیان ازادۍ او د معلوماتو پر لاسرسي دروند منفي اغېز کړی دی.
یوناما زیاتوي، انټرنېټ پرې کېدل د بشري مرستو د وېش او د زلزلهځپلو سره د مرستو بهیر هم له خنډ سره مخامخ کړ.
دغه سازمان د خدمتونو د بېرته عادي کېدو هرکلی کړی؛ خو له طالبانو یې غوښتي چې د خلکو د حقونو په برخه کې روښانه او مسؤلانه دریځ ولري.

