ځايي سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) د مشر په امر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د نوري فایبر انټرنېټ قطع شوی او د فورجي پر ځای یوازې د دوهجي خدمتونه وړاندې کېږي.
ځايي رسنۍ اندېښنه ښيي چې دا پرېکړه به د ټلوېزیوني او راډیويي خپرونو تر څنګ ډیجیټل رسنیو ته هم جدي ستونزې جوړې کړي.
د راپورونو له مخې، په ډېری سیمو کې نه یوازې فایبر، بلکې عادي انټرنېټي خدمتونه هم پرې شوي او د واټساپ او ورته نورو شبکو اړیکې بندې شوې دي.