د ایران د روغتیا وزارت وایي، د اسراییلو هوایي بریدونو له امله تر اوسه ۲۲۴ تنه وژل شوي او ۱۲۷۷ نور ټپیان دي.
د وزارت ویاند، حسین کرمانپور، ادعا کړې چې ۹۰ سلنه قربانیان ملکي وګړي دي، چې ښځې، سړي او ماشومان پکې شامل دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې روانه “نسلوژنه” ودروي.
بلخوا اسراییل وایي یوازې پوځي اهداف یې په نښه کړي، او ایران تورنوي چې د اسراییلو ملکیانو ته قصداً زیان رسوي.

