وروسته تر هغې، چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر د نجونو د زده کړو په اړه توندې څرګندونې وکړې، تازه په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر طالبانو او ګڼو نورو خلکو د هغه څرګندونې غندلې دي.
د لوړو زده کړو وزیر ویلي وو چې د دوی محقیقین په دې اړه څېړنه کوي او که اسلام کې روا شوې؛ نو دوی به ورته جواز ورکړي.
طالب مولوي ضیاء الرحمن اصغر پر خپله ایکسپاڼه د هغو مولایانو او استادانو نومونه هم نشر کړي چې د نجونو زده کړې یې روا بللې وې.
هغه لیکلي،” دغه ټولو شیخ صاحبانو د ښځو د تعلیم اړوند تحقیق کړی.
او نتیجه يي دا را ایستلي چې د شریعت په چوکاټ کې جایز دي
او د طالبانو حکومت له مشرانو يې غوښتنه کړې چې مکاتب خلاص کړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم څرګندونې ټولنیزو رسنیو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

