د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړ راپورورکوونکی ریچارډ بنټ وايي، چې د طالبانو د نوي قانون اغیزې او پایلې به و ارزوي.
هغه پر اېکسپانه د دغه قانون په اړه اندېښنه ښودلې.
تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د طالبانو ۳۵ ماده ییز قانون په کلکه غندلی او خبرداری یې ورکړی چې پراخ محدودیتونه وضع کوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وایي، چمتو دي چې د خپل نوي قانون په اړه ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
د طالبانو حکومت دغه نوي قانون په نړۍواله کچه غبرګونونه را پارولي.

