د بلوچستان په کوېټه کې یوې بمي چاودنه ۳ پاکستاني پوځیان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د رویټرز د خبر له مخې، دا پېښه د یشین په سیمه کې رامنځته شوې.
که څه هم پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی وو، چې په برید کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي؛ خو رویټرز ویلي، چې دغه برید کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
بل لورته بیا د پشین روغتون مسوولین وايي چې د پېښې له ځایه ۱۸ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
ویل کېږي، چې په ټپیانو کې د دو تنو وضیعت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.