جمعه, دسمبر 27, 2024
Homeافغانستانقزاقستان؛د طالبانو حکومت له لوري ور پېژندل شوی کس د افغانستان سفارت...

قزاقستان؛د طالبانو حکومت له لوري ور پېژندل شوی کس د افغانستان سفارت لپاره د شارژدافیر په توګه ومانه

قزاقستان هېواد د طالبانو حکومت له لوري ور پېژندل شوی کس محمد رحمان رحماني په استانه کې د افغانستان سفارت د شارژادفیر په توګه ومانه.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له رحماني سره لیدلي او د هغه د دندې تائید یې کړی دی.

علي بیک بایکاف ویلي، چې له دې کار یې موخه له افغانستان سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

هغه ویلي، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د سیمې ثبات تامینوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ متحده عربي اماراتو هم بدرالدین حقاني په دغه هېواد کې د سفیر په توګه منلی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here