د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ روانې دي او د امریکا سره د روانو خبرو اترو له امله یې چارې نه دي اغېزمنې شوې.
پزشکیان د ایران د مشر علي خامنهاي د وروستیو څرګندونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د مذاکراتو بهیر عادي دی او هېواد خپل طبیعي مسیر تعقیبوي.
هغه زیاته کړې، که یو توافق وشي، موږ به یې هرکلی وکړو؛ خو د هېواد د چارو پر روان بهیر اغېزه نه لري.
پزشکیان زیاته کړې، چې د علي خامنهاي له خوا ټینګار شوي موارد به جدي وڅېړل شي او د پلي کېدو لپاره به عملي اقدامات وشي.
علي خامنهاي د امریکا سره د خبرو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي وو: «نه باید له حده زیاته خوشبینه و اوسو، او نه هم له حده زیاته بدبینه.»

