د سوریې د مؤقت حکومت مشر احمد الشرع د خپلې واکمنۍ له پیله وروسته، لومړی ځل قطر ته سفر کړی.
نوموړی د اپریل په ۱۵مه دوحې ته ورسېد او هلته یې د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آلثاني لخوا هوايي ډګر کې یې تود هرکلی شوی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد حسن الشیباني، ویلي چې دا سفر هغه هېواد ته تر سره شوی، چې له لومړۍ ورځې د سوریایانو ترڅنګ ولاړ و او هېڅکلهیې د هغوی ملاتړ نه دی پرېښی.
د یادونې ده چې قطر د سوریې د نوي مؤقت حکومت له مهمو سیمهییزو ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

