د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د واشنګټن پست ورځپاڼې هغه راپور رد کړی، چې پکې ادعا شوې وه چې له امریکا پاتې امریکایي وسلې وسلهوالو ته رسیدلي او د پاکستان پر ضد ترې استفاده کېږي.
فطرت ویلي، دا ادعا بېاساسه ده او له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي زیاته کړې هغه وسلې چې د تېرو شلو کلونو د جګړې پر مهال افغانستان ته راغلې، لا له وړاندې یې په تور بازار کې شتون درلود؛ خو هغه وسلې چې له امریکایانو پاتې دي، اوس د طالبانو له خوا په خوندي ډول په زېرمتونونو کې ساتل کېږي.
د طالبانو حکومت وايي، دوی به هېڅ ډول وسله وسلهوالو ته پرېنږدي چې د نورو هېوادونو پر ضد یې وکاروي.

