د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس قاري ساجد خوګیاڼی چې د نارنج ګل مشاعرې وروسته له دندې ګوښه شوی، تازه یې د خپلې فیسبوک پاڼې په تبصره ځای کې منلې چې په مشاعره کې د نه کنټرول له امله له دندې ګوښه شوی.
قاري ساجد خوګیاڼي د ټولنیزو رسنیو د یو فعال پوښتنې ته چې:«قاري صاحب یو سوال راته پیدا شوی چې، دومره وخت ستا د تبدیلۍ غږ نه و؛ خو چې کله د نارنج ګل مشاعره ترسره شوه هر څه تغیر منونکي وو، ایا ته له وضعیت خبر وې؟» قاري ساجد په ځواب کې لیکلي: «هو مشاعره کې لږ جمپونه وو، ما هغه نه وه نیولي.»
د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال ورته د په طنزیه ډول لیکلي:« قاري صاحب سره الټو موټر و او جمپونه یې د کروزین وهل»
دې خبرې ته بیا قاري ساجد ګوم غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، چې ساجد خوګیاڼی د شاعر مطیع الله تراب او عزت الله ځواب د شعرونو له امله د ملا هبتالله له لوري له دندې ګوښه او پر ځای یې بل طالب ملا مقرر شوی.

