د ۱۵ دقیقې د کتاب لیکوال خالد ځدراڼ له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې دوي وزیرستان د افغانستان خاوره ګڼي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې په خپل تازه خپاره کړي کتاب کې د طالبانو د ویاندویانو هغه ادعاوې رد کړي چې ګوندې دوی د جمهوریت پر وړاندې په افغانستان کې دننه جګړه تنظیموله وویل:«مونږ وزیرستان د افغانستان برخه بولو او هغه هم د افغانستان خاوره ده.»
د چارو شننونکي جلال امرخېل د خالد ځدراڼ په دې خبرو نیوکه کړې او ویلي، که وزیرستان د افغانستان خاوره ده؛ نو ولې د پاکستاني پوځ پر وړاندې جهاد نه کوئ؟
امرخېل پوښتنه کړې چې:«د پاکستاني فوځ د اشغال خلاف د جهاد د رد فتواوې ولې صادروې.
او که نه، پاکستانی فوځ هم ستا خپل فوځ دی؟.»

