د پاکستان مېشتو افغان کډوالو مشر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان مهاجرو د ایستلو پرېکړه له سره و ارزوي او پر ځای یې د تفاهم او خبرو له لارې د دغو مهاجرو ستونزې حل کړي.
هغه یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د افغان مهاجرو په جبري ډول بېرته شړل د حل لاره نه ده.
نوموړي له پاکستانه غوښتي، چې د تفاهم له لارې دا موضوع حل کړي.
هغه د پاکستان له خلکو او حکومت څخه د تېرو ۴۵ کلونو د مېلمهپالنې مننه کړې او زیاته کړې«نن ورځ له ۳.۵ میلیونو څخه زیات افغان مهاجر په پاکستان کې په ۷۲ کمپونو کې ژوند کوي؛ خو دوی هېڅکله د دې هېواد په کومه ستونزه کې ښکېل نه دي پاتې شوي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

