د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د امریکا د مرستو وروستی ځنډ او د خوراکي مرستو بودیجه کې کموالي د افغانستان د زیانمنو خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا مرستې داسې مهال کمې شوې چې د هېواد د تورم کچه لوړېږي او له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، د خوراکي توکو تورم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په پرتله په فبرورۍ کې لوړ شوی.
راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان زیاتره خلک لا هم د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د بشري مرستو د پخواني دفتر رییس او ۹ نورو سرچینو له قوله ویلي، د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره مرستې پای ته ورسوي.

