پاکستاني چارواکي وایي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د ترهګرو بریدونو له زیاتوالي وروسته، ټاکل شوې ده چې د جولای په میاشت کې د اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په تړاو ځانګړې خبرې اترې ترسره شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د امریکا د کانګرس له یو پلاوي سره په اسلاماباد کې لیدلي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پراخه همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ترهګري یو نړیوال ګواښ دی او د اطلاعاتو تبادله او پرمختللې ټکنالوژي د دې مبارزې لپاره اړینه ده.

