د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې حنا رباني کهر سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي دي.
آغلې کوفي ویلي چې په دې لیدنه کې د افغان ښځینه فعالانو، د پاکستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو کمېټې، او د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي ګډون درلود.
د دې په وینا، افغان کډوالو خپلې ستونزې په یوه څلور مادهییزه طرحه کې چمتو کړې وې او د پاکستان اړوندو چارواکو ته یې سپارلې ده.
په یاده طرح کې له پاکستان غوښتنه شوې چې د له ګواښ سره مخ کډوالو، لکه پخواني سرتېري، خبریالان او فعالان، جبري ایستل ودروي، د ویزو قانوني او اوږدمهاله تمدید ته زمینه برابره کړي او یوه مشخصه سیمه د دوی د لنډمهاله استوګنې لپاره ځانګړې کړي.
همداراز، غوښتل شوي چې پاکستان د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو په همغږۍ له دغو کډوالو سره بیړني بشري او امنیتي مرستې وکړي، څو د یوې احتمالي فاجعې مخه ونیول شي.

