د ایران د بشري حقونو سازمان حالوش ویلي چې ناڅرګندو وسلهوالو د جمعې په شپه یو ۱۶ کلن افغان ځوان، محمدافضل ملاخېل، د ایران د خاش ښار څخه برمته کړی دی.
راپورونه وایي، چې محمدافضل د شپې لس بجې له بازاره کور ته روان و، چې څلورو وسلهوالو پرې برید کړی، په زوره یې موټر ته پورته کړی او له سیمې وتلي.
تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې نه ده منلې او د ایران چارواکو هم غبرګون نه دی ښودلی.
د محمدافضل کورنۍ له ایراني پولیسو سره اړیکه نیولې، خو چارواکو ورته ویلي چې د رخصتۍ له ختمېدو وروسته دې مراجعه وکړي.
د یادونې ده چې له وړاندې هم په ایران کې د افغان وګړو د برمته کېدو پېښې ثبت شوې دي.