د امریکا یوه څارونکې مؤسسه وايي چې د ایران اټومي پروګرام خورا خطرناک پړاو ته داخل شوی دی.
په واشنګټن کې مېشت د علومو او نړیوال امنیت مؤسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، ایران د اټومي وسلې جوړولو وړتیا زیاته کړې او دننه هېواد کې یې د بم جوړولو ملاتړ هم عادي شوی.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که له ایران سره توافق و نه شي؛ نو امریکا به نظامي اقدام وکړي او اسرائیل به پکې مهم رول ولري.

