د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو تازه اقدام کې پر چینايي توکو ۱۰۴ سلنه تعرفې لوړې کړې دي.
امریکايي رسنۍ سيبيایس راپور ورکړی، چې د ټرمپ له دغه اقدام وروسته اسیايي بازارونه هم مخ په ځوړ شوي دي.
ټرمپ وړمه ورځ له چین غوښتي وو، چې پر امریکايي توکو لګول شوې ۳۴ سلنه تعرفې لغوه کړي.
د یادونې ده، چې اوس مهال ټرمپ په نږدې ټوله نړۍ تعرفې لوړې کړې دي.

