د امریکا حکومت پلان لري هغو کډوالو ته چې د دغه هېواد د پرېښودو امر یې ترلاسه کړی؛ خو لا هم په امریکا کې پاتې دي، هره ورځ ۹۹۸ ډالر جریمه وضع کړي.
دا اقدام د ۱۹۹۶ کال د هغه قانون پر بنسټ دی چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې فعال شو، او له مخې یې که څوک جریمه ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.
یو لوړپوړي چارواکي، چې نوم یې نهدی افشا شوی، ویلي چې دا جریمې به تر پنځو کلونو پورې دوام ومومي او ښایي یو کس تر یو میلیون ډالرو پورې جریمه شي.
د رویټرز له خوا خپاره شوي ایمیلونه ښيي چې سپینې ماڼۍ د ګمرکاتو او سرحدونو د ساتنې اداره تر فشار لاندې راوستې چې د جریمو د تطبیق، شتمنیو د ضبط، او د ناقانونه پاتې کډوالو د داراییو د پلور پروسه تعقیب کړي.
ټرمپ له جنورۍ راهیسې، چې یو ځل بیا واک ته رسېدلی، د ناقانونه کډوالو د ایستلو فرمان صادر کړی دی.
دا پلان به شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه کډوال اغېزمن کړي چې د امریکا د پرېښودو امر ورکړل شوی، خو لا هم پاتې دي.

