په پام کې ده، چې د روانې اپریل میاشتې له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ایریک مایر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی به د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ترهګرۍ سره پر مبارزې او پاکستان کې امریکایي شرکتونو ته د فعالیتونو د زمینې برابرولو په موخه له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

