د روسیې د بهرنیو پانګونو او اقتصادي همکاریو لپاره ځانګړي استازي کریل دیمیتریف ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د درېیم نړیوال جنګ د رامنځته کېدو مخه نیولې ده.
نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د ټرمپ ادارې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ کړی، او اوس هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې ښې روانې دي.
کریل دیمیتریف دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د روسیې جګپوړی پلاوی امریکا ته سفر کړی دی.
د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي چې امکان لري د روانې اونۍ تر پایه یو جګپوړی روسي پلاوی امریکا ته ولاړ شي.

