شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهمیانمار؛د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا درې نیم...

میانمار؛د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا درې نیم زره تنو ته رسېدلی

د میانمار دولتي رسنیو ویلي، په دې هېواد کې د وروستي زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳،۳۵۴ تنو ته رسېدلی او ۴،۸۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، لا هم ۲۲۰ کسان ورک دي.

راپورونه زیاتوي چې د میانمار هېواد د پلونو، سړکونو، هوايي ډګرونو او پټلیو ډېرې مهمې زېربناوې د یادې زلزلې له امله ویجاړې شوې دي.

د یادونې ده چې د میانمار په مرکزي سیمو کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د زرګونو کسانو د مرګژوبلې لامل شوی دی، د دې هېواد بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here