د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یمن د حوثیانو پر یوه هدف د امریکا د برید یوه ویډیو خپره کړې او ویلي چې حوثیان راټول شوي وو چې د برید لپاره تمرین وکړي؛ خو هغوی نور نشي کولای برید وکړي.
ټرمپ ویلي، حوثیان به نور هېڅکله ونه شي کولای چې زموږ بېړۍ ډوبې کړي.
د سيانان د راپور له مخې، یمن کې د ایران د ملاتړ لرونکو حوثیانو پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو لګښت په لږه موده کې، چې له درېو اونیو کم دی، نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
سرچینو ویلي، دا عملیات چې د مارچ له ۱۵مې نېټې پیل شوي، پکې د اوږد واټن کروزه توغندي، لیزري هدایت لرونکي بمونه، او تاماهاک توغندي کارول شوي دي.

