شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهچین:که امریکا تعرفې لغوه نه کړي؛ نو زمونږ د متقابل اقدام انتظار...

چین:که امریکا تعرفې لغوه نه کړي؛ نو زمونږ د متقابل اقدام انتظار دې وباسي

د چین د سوداګرۍ وزارت له امریکا حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره یو اړخیز تعرفې لغوه کړي او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بیجینګ د واشنګټن له دې اقداماتو سره مخالف دی او د خپلو حقونو او ګټو د ساتنې لپاره به متقابل اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازې پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې، بلکې د چین پر اجناسو یې ۳۴ سلنه او د اروپايي توکو پر اجناسو یې ۲۰ سلنه تعرفه هم وضع کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here