اکسیوس د امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې سپینه ماڼۍ په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د پراخېدو تر څنګ، د تهران د غیرمستقیمو مذاکراتو وړاندیز جدي ارزوي.
د اکسیوس د راپور له مخې، یوه امریکایي چارواکي ویلي چې ډونالډ ټرمپ د ایران ځواب ترلاسه کړی.
دا رسنۍ لیکي، د ټرمپ په استولي لیک کې د مستقیمو اټومي خبرو وړاندیز شوی و؛ خو ایران یوازې د عمان په منځګړیتوب د غیرمستقیمو خبرو اترو موافقه کړې.
د اکسیوس د معلوماتو له مخې، د سپینې ماڼۍ دننه سخت اختلافات شته؛ ځینې چارواکي باور لري چې له ایران سره لا هم توافق ممکن دی؛ خو یو شمېر نور خبرې بېګټې ګڼي او د ایراني اټومي تاسیساتو پر ضد د برید ملاتړ کوي.
یو امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي، ټرمپ د ایران سره جګړه نه غواړي، خو باور لري چې باید د نظامي ځواک د زیاتولو له لارې بازدارنه رامنځته کړي، ترڅو مذاکرات د ځواک له موقفه ترسره شي.

