شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهد اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز:په ۲۰۲۳ کال کې ۴.۳ میلیونه کډوال...

د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز:په ۲۰۲۳ کال کې ۴.۳ میلیونه کډوال اروپايي اتحادیې ته تللي

د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز یوراستات د احصایې له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۴.۳ میلیونه کسان اروپايي اتحادیې ته کډه شوي، خو دې شمېر کې د اوکرایني کډوالو لنډمهاله پناه‌غوښتنې نه‌پکې شاملوي.

د ۲۰۲۲ کال په پرتله، د کډوالو شمېر ۱۷.۹ سلنه کم شوی.

همداراز، ۱.۵ میلیونه کسان د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو ترمنځ کډوال شوي دي.

د احصایې له مخې، په هر ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۱۰ کسان له اتحادیې بهر کډوال وو، چې مالټا (په هر ۱۰۰۰ کې ۷۶ مهاجر)، قبرس (۴۳) او لوکزامبورګ (۴۰) د مهاجرت لوړې کچې لرلې.

برعکس، سلواکیا (۱ مهاجر په هر ۱۰۰۰ کې)، فرانسه (۶) او ایټالیا (۷) د مهاجرت تر ټولو ټیټې کچې ثبت کړي.

لوکزامبورګ د اروپايي اتحادیې له نورو غړو هېوادونو څخه د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر لري، په داسې حال کې چې چک جمهوریت د اروپايي اتحادیې د نورو غړو هېوادونو له لوري تر ټولو کم مهاجر منلي دي.

تقریباً د اروپايي اتحادیې په ټولو هېوادونو کې، د اروپايي اتحادیې له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو شمېر له هغو کسانو ډېر و، چې د اتحادیې له غړو هېوادونو راغلي وو.

په دې برخه کې لوکزامبورګ (چې ۸۵.۷ سلنه مهاجر د اروپايي اتحادیې له غړو هېوادونو ورته راغلي) او سلواکیا (۵۷.۵ سلنه)، استثنا دي..

له اروپايي اتحادیې بهر د کډوالو تر ټولو لوړه سلنه چک جمهوریت (۸۹.۲ سلنه)، لیتوانیا (۸۸.۹ سلنه) او ایرلند (۸۷.۲ سلنه) ثبت کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here