شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهولادیمیر پوتین؛۱۶۰ زره کسان په جبري ډول عسکري خدمت ته وروبلل

ولادیمیر پوتین؛۱۶۰ زره کسان په جبري ډول عسکري خدمت ته وروبلل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه‌شنبې په ورځ ۱۶۰ زره نارینه چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي، اجباري عسکري خدمت ته وروبلل.

دا د ۲۰۱۱ کال راهیسې د عسکري خدمت تر ټولو لوی فراخوان ګڼل کېږي.

دغه اقدام د روسیې د نظامي ځواکونو د پراخولو د برخې په توګه ترسره شوی دی.

دا پسرلنی عسکري فراخوان د یو کال خدمت لپاره اعلان شوی.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې پوتین اعلان کړی و چې د روسیې ټول نظامي ځواکونه باید ۲.۳۹ میلیونو ته ورسېږي، او د فعالو سرتېرو شمېر باید ۱.۵ میلیونه ته لوړ شي.

د دې پلان له مخې، په راتلونکو درې کلونو کې به د روسیې نظامي ځواک ۱۸۰ زره نور سرتیري زیات کړي.

دریاسالار ولادیمیر تیملیانسکي، چې د روسیې د نظامي چارو مسؤل دی، ویلي، نوي مشمولان به د اوکراین جګړې ته، چې روسیه یې “ځانګړې نظامي عملیات” بولي، ونه استول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here